که پـه ریــښـتـیـا هـم مـثـبـت بــدلـون غــواړی نــو تـفـاهــم وکړی!
ډاکـټــر صلاح الدین سعـیـدی – سـعـیـد افـغـانـی ډاکـټــر صلاح الدین سعـیـدی – سـعـیـد افـغـانـی

۱۴/۰۵/۲۰۰۹

 ( د افغانستان د ۱۳۸۸ د ولسمشری د ټولټاکنو په هکله یـو څـو ټـکی )

      

           زمونږ هیواد افغانستان کی روان سیاسی حالات په داسی چټکی په حرکت کې دی چه کله کله یی د  تعقیب څخه وروسته پاتی کیږو.  

         دا یو څرګند حقیقت دی چه په سیاست کې د تل لپاره ګټی، منافع او مصالح مطرح دی. داچه په کوم  پـړاو کې څوک د چاسره ګډی ګټی او اهداف لری او ددی مشترکو ګـټـو او هدافو معیار څه دی؟ کوم سرحدونه او ســــره  خطونه شته چه د هغه نه تیریدل جواز نه لری او تر کومه ګذشت کولای شو؟  دا هغه خبری، نکات او هغه ټکی دی چه باید او باید په نظر کې ونیول شی.

          د مقدسو او پاکو اهدافو  او کړنلارو د پلی کولو او تحقق لپاره  د سیاسی قدرت د لاس ته راوړلو لپاره جایزی هڅی او هاند عبادت دی. انسانی ټولنه په یوویشتمه پیړی کې همدغه امکانات لری. مونږ مجبور یو چه د همدی موجوده امکاناتو څخه په جایزی ګټه اخیستو د خپلو سیاسی اهدافو د پلی کولو، تحقق لپاره هلی ځلی و کړو.

         که په دی باور یاست چه نوی پالیسی په زاړه  او اوسنی حاکم  قیادت نــشی عملی کیدای.  او  که په ريـښتیا هم مثبت بدلون غــواړی نو ستاسی د بری او موفقیت یواځنی راز  تــفــاهم او یووالی دی . بله لاره نه شته.

د مثبت بدلون ضرورت :  

         د افغانستان خلکو ډیری  ناخوالی زغملی او لیدلی. همدا  اوس هم د جګړی او ورور وژنی په لمبو کی سوځی. داسی ښکاری او وروستی حوادث دا په ډاګه کوی چه هغوی چه تر پرونه زمونږ په ویـنـو خپل وطن آباد کــړ دادی اوس خپله هم په همدی اور کې سوځی. د چا په سوځیدو خوشحاله نه یو خو داچه زمونږ له سره لاس واخلی.

        دا په ډاګه او ښکاره خبرده  او له بده  مرغه  او په تأ سف باید ووایم  هر کله چی د افغانستان خلکو موقع او فرصت تر لاسه کړی چه د یوی نورمال ملت په توګه خپل سرنوشت په خپل لاس کې و نیسی او آرامه  او هوسا ټولنه ولـری نو بـیا د پردو اجنټانو، داړمارانو او فریب  کارانو  په قومی، قبـیـلوی او فتنه اچونو زور کړی، د شخصی او کورنی او جیبی ګټو به خاطر یی  د خلکو آرمانونه او هلی ځلی  د خاورو سره برابری  کړی او د ملت هستی یی تالا کړی.  بار یی د اوښ سره خوړلی( جار شم د رهبر!؟ د کولمو خیټه یی د ښکلولو ده – چا مو یو څه وخوړل او ده واړه کاروان وخوړ).

 

       په ډاګه ویلی شم چه په افغانستان کې اقلا په دی اتو کلو کې د غلط کادری سیاست، غیر شفاف اقتصادی سیاست، ضعیف او معامله ګر سیاست، سیاسی بی کفایتی، د قانون نه تطبیق، حاکم مافیایی روابط  او داسی نورو عواملو د دی زړه ماتوونکی وضعی سببونه او عوامل دی. د خلکو د زړونو نه وینی څاڅی خو دوی چړچی کوی. مغرضو انسانان  د پردو نـوکـران  ددی وطن د تباهی او تجزیی پلانونه لری او ضعیف حاکمیت ددی لپاره چه د خپل قدرت بی درد  ســـر  دفاع،  تضمین او خوندی کړی هر شیطان او منحرف او خایـن سره جوړ راغلی. قومی بی عدالتیو ته د بی ځایه او ناحقه ګذشت په نتیجه کی نور هم لمن وهل شوی. مونږ په دی باور لرو چه ددی ښو فرصتونو څخه ښه استفاده و نــشــوه. په وطن او د هغو په خلکو چه هر څه راځی خو ددوی  چړچی او سیاسی قدرت باید خوندی پاتی شی!؟ د انسان په نوم د شرم ټوټی دی.  

        چالاکو، فاسدو ، قوم پرسته او فتنه جو افـرادو، ډلو ټــپــلـو  وکولای شول د افغانستان د خلکو په سر په دی ورستیو دری  - څلورو لسیزو  او په خاص ډول په تیرو اتو کالوکې ناروا  لوبی و کړی. د ملت د هوساینی په ځای یی د خپل جیب ،  شخصی ، فامیلی او بـیا کله نا کله د خلکو د غولولو لپاره په ظاهر کې د قومی هوساینی لافی  وهلی.  

 

         دادی د افغانستان خلک بیا هم قربانی ورکوی کله روسانو ووژل، کله ایرانی سازمانونو د دریم منزل نه رد مرز کړل، او کله هم پاکستانی جنرالانو پری خپلی لوبی وکړی او کله هم د دین په نامه په چړو حلال شو ( د اسلام په تمه تمه د کافرو کانی و شی – بل محشر ته حاجت نه شته – محشرونو کی مو شپی دی). په دی تیرو اتو کلو کی د بهرنیو ځواکونو نانندر او جنایات ( داچه رسمی پالیسی وه که یه دا مهمه نه ده – په عمل کې)  او د حاکمیت بی کفایتی او سو استفادی او ناروا ګټی اخیستـنی ددی حکم کوی چه باید هوښیار شو. سیاسی پوخوالی ولرو.  اولویتونو و پـــیــژنو او تعیـین کړو.  خپلو نـنـنـیو او د سبا اهدافو د تحقق لپاره کار کلک او متین ګامونه واخلو.

       زما په پوهه د پردو  نه دومره ګله په کار نه ده. ګله د بخښنی او عفوی پیل دی. مونږ باید ځان را ټول کړو.

          زما په پوهه په  دښمن لټولو باید زیاد وخت تیر نه کړو.  په کار  ده چه  دوست  او رښتینی دوست ولټوو. ددی نه  زیاته مهمه خو داده چه خپله سمه لار غوره کړو او نورو ته د لاری او څا (کوهی)  او بـیدارولو هڅی ولرو. 

          که په داسی یو  حساسه مرحله کې بـیا هم  هوښیار، سیاسی درایت او پوخوالی  و نه لرو او خپلو اوسنیو او ستراتیژیکی،  اوږد مهاله ګټو ته جدی پام و نه کړو  نو بیا به مو ستر ګناه کړی وی.

          پر مونږ ده چه د ټولو د مخه  له ځانه پوښتنه وکړو چه دا موجوده حالت او وضعه د تحمل وړ ده که یه؟  که ځواب منفی وی نو  ددی موجوده حالت نه  د وتـلــو لاری کومی دی؟

 

ددی وضعی نه د وتـلــو او حــل لاری؟

     د حل لاری: مسلحانه قیام چه د لیا او غیر ضروری قربانیو موجب وګرځی؟   د  سولی لار او مسالمت آمیز بدلون لار؟ دریمه لاره چه مقاومت باندی اعتراف کول او خپل ځای ورته ورکول،  آما د سـولی او مسالمت آمیز لار باندی تأکید کول.  قهر آمیزه مقاومت چه د بی ګناه انسانانو په وژنه او خرابی منجرشی له ســره رد دی. د بی ګناه انسانانو وژنه مرګ او ژوبله په هیچ وجه مبرر نشی لرلای. دا استدلال نشم منلی چه دا ضروری قربانی. که چیری وژل شوی کسان ددوی زامن او بچیان وی نو بیا به یی مبرر ورته نه لټوه. زه تأسف کوم چه زمونږ حتی د افغانستان رسمی مراجع او افغانی  دیپلوماتان چه په دی هکله هڅی کوی په هر قیمت ځواب پیدا کړی او دا مرګ او ژوبلو ته مبرر ومومی.  له سره د افغانی ټولنی او انسانی اصولو نه خلاف هڅه او له سره ددی وطن د خلکو په درد خبر نه دی.

     زه په دی باور یـم چه په زور او زور او مسلحانه  او تنها مسلحانه لاره یوا‎ځنی  غـوره کول - درسته لار نه ده. د خدای لپاره په دی ملت ورحمیـږی. په کنډو رنډو ، یتمیانو او یسیران او په خلق الله ورحمیـږی او داسی لاری غوره کړی چه دا ملت نور و نه زوریږی او و نه کړیږی نو په هغه کې به دنیوی او آخروی خلاصون وی.

 

     په دی باندی باور لرو چه اوس نو افغانستان د هغه اتو کالومخکی حالت کی نه دی. د افغانستان خلک بیدار دی او خپل دوست او دښمن ښه پیژنی. سیاسی تمیز لری.

     که پـر دی  مو توافق و کړ چه ددی وضعی نه  باید ځان خلاص کړو او د وطن ، د خلکو او افغانی مسلمانی ټولنی اولویتونه په نظر کې و نیسو نو بیا په دی سلسله د موجوده امکاناتو نه د ملت په ګټه استفاده کول هم ضروری او حتمی خبر ده. د مأمور او دښمن نه توقع او تمه نه شته او هغه زما مخاطب نه دی. زما مخاطب معذورین دی چه په خپل لاس نا آګاهانه خپل خلک وژنی او وطن خرابوی.  زما مخاطب د افغانستان خلک او د جهان خیر خواهان دی.

      زما رسالت ځان پوهول او نورو ته د حق او ښه لار ښول دی. ( ...عملوا صالحات و  تواصو بالحق...).

    

      د تأسف سره باید ووایم چه  په ډیرو مواردو کۍ  ښه قوانین نه لرو. زمونږ موجوده قوانین په آګاهانه او غیر آګاهانه توګه د تناقضاتو سره تصویب شوی. همدا نافذ او غیر مکمل قوانین هم چه لرو - نه عملی کیږی. د محترم حامد کرری د ریاست جمهوری دوره د اساسی قانون د نص په صراحت  په اول د جوزا ختمه ده،  خو ستری محکمی هغه په مختلفو غیر قانونی تاویلونو اوږده  و بلله. 

       زمونږ په  قوانینو کې  د دولت د دری ګونو  قواو یعنی حکومت، پارلمان، او اجرایه قوی تر منځ متناسب توازن چه د دموکراسی د تامین له پاره مرسته کوی  - مراعات شوی نه دی. په ډیرو مواردو کې  قانون صراحت نه لری.  د ریس جمهور د کاندید لپاره په ټولټاکنو کې په ډیرو مواردو کې قواعد روښانه ندی.

       د افغانستان لپاره د ریس جمهور انتخاب زما په پوهه د پارلمان له خوا بهتره خبر ده، زما په پوهه د صدراعظم موجودیت د ریس جمهور په څنګ کې د استقرار سبب کیــږی. دا او داسی نور قوانین چه تغییر ته ضرورت لری.  اما راځی چه په موجود حالت کې متمرکز شو.

         زما په پوهه حتمی نه ده چه په ټولټاکنو کې د کاندید په ټوګه او یو مقام ته مطرح اوســـو. د وطن مصالح او ګټی مهمی دی چه په تمامو حالاتو کې باید په نظر کی و نیول شی.

        که په سیاسی ژوند کی  فعاله ونډه وانخلو  او یا په  ټولټاکنو کې  بدون د نورو هڅو د ټولټاکنو او انتخاباتو له سره په مقاطعی باندی تاکید کوو    نو په عمل کی  د هغو افرادو د ټاکنی لپاره زمینی برابرو  چه د ملت او صلحی په درد نه خوری. په عمل کې  د سیستم نړولو  ،  ډاکوانو او داړه مارانو، کاذبو شخصیتونو لپاره کار دی.

        له همدی کبله زه د مقاطعی په ځای د فعاله ونډه اخیستو سپارښت کوم.  د وطن د خدمتګارانو په ګوټه کول او د وطن د دښمنانو د افشاء کولو تأکید کوم.

 

       زه منم چه د افغانستان دا ټولټاکنی په نور مال او ایدیال حالت کې نه کیږی. یو خوا راته ټوپک سالار د ټوپک سره ناست دی او بلی خوا اجنبی وطن کی د خپلو قواو سره دی.

      زه منم چه په د افغانستان د جمهوری ریاست په دی ټولټاکنو که د جمهوری ریاست کاندیدان د وقت د مضیقی سره مواجه کړای شول،

زه منم چه دښمنانو شرایط داسی واوړی چه د جمهوری ریاست ته د تګ سره باید د یو څو کاذبو شخصیتو سره یا لاس یو کوی او د زهرو جام په نوش جان کوی او معامله به وی او هم له سره چانس دی کم دی.

زه منم چه د ریاست جمهوری کاندیدانو ته  تخنیکی او زمانی مشکلات جوړ کړای شول،

زه منم او دا یو حقیقت دی چه دولتی امکانات د حاکم کاندید په ګټه استعمالیږی،

زه منم چه حاکم کاندید اوه کاله  وخت لرو،

زه منم چه حاکم کاندید د نړیوال مرستومیلیونهاو ډالر و مرستی به مستقیم او یا هم غیر مستقیم توګه په واک کې لری،

زه منم چه حاکم کاندید د اقتصادی امکاناتو په لرلو کادری امکانات هم لری،

زه منم چه حاکم مافیایی جالونه  په دی ټولټاکنو کی ستره اغیزه لری او سوء استفادی روانی دی،

زه منم چه که ددی حاکم مافیایی حاکمیت سره جوړ راغلی او د استادی شرینی او نقل دی ورته کیـښودل نو بیا ټاپی در باندی نه وهی او د هـاګ   په محاکمو دی نه ډاروی،  بلکی ددوی تابع او لاس پوڅی یی. او که نه بیا نو د عدالت او دموکراسی په ډولونو  او ساز دی ګــډول غواړی.

زه منم هغه بهرنیو کمپنیو چه په  افغانستان کی ستر تجارتی قرار دادونه تر لاسه کړی باید خپل  یو مقدار عایدات  د خپلو

   تجارتو د تضمین لپاره مصرف کړی،

زه منم چه حاکم کاندید ته په عمل کی ددی تمامو امکاناتو برابرول  عملا د  بهرنیو او امریکی حکومت بی طرفی موضع  د

   سوال لاندی راوړی،

     زه منم چه د ټولټاکنو مستقل  کمیسیون په عمل کې مستقل  نه دی،  د حاکم کاندید لپاره د تمام امکاناتو نه ګټه اخلی او استفاده کوی،

     زه منم چه دا په اصطلاح د ټولټاکنو مستقل  کمیسیون وکولای شول ددی انتخابات د یو  جـدی کاندید محترم علی احمد جلالی د    

                  کاندیدولو مخه په ډیر هوښیاری ونیسی،

     زه منم چه د بهرنیو همسایه استخباراتی ادارو په اوسنی حاکم، ضغیف او معامله ګر  منجمنت کی خپلی ګټی وینی،

     زه منم چه  په افغانستان کې مافیایی قوتونه په بــقا ماکان علی ما کان تاکید کوی،   

     زه منم چه په ناروا او ناجایزو توافقاتومفسد، قوم پرسته، مافیایی ډلو ټپلو، او خاینو عناصرو هلی ځلی روانی دی. او حتی همدا اوسی په   

                 هر قیمت د افغانستان په سرنوشت ناروا معاملو ته آماده دی او  خاینانه معاملی کوی، 

     او زه منم چه د پــــردی هغه خوا  لوبی او برنامی مونږ ته معلومی نه  دی -  اما تصور یی کولای شو،

     

      اما زه په دی هم پوهیږم چه حاکمیت په اتو کالو کې خپل هویت داسی بربــنـــډ  کړای چه خلکو ته نور څه د ویلو او وعدی نه لری.

      اما زه په دی هم پوهیږم چه د حاکمیت د کاندید مطرح افراد او اشخاص کومه مشخصه واحده  کاری کړنلاری  نه لری – صرف  

              معامله او بده معامله ده چه په هرقیمت کیږی باید قدرت خوندی وساتل شی.

 

             بعضی پورتنی حقایق داسی روښانه دی چه سند راوړو ته ضرورت نه شته. یوسلسله نور حقایقو ته مستند مثال راوړل بحث اوږدوی، نو ځکه مجبور یم بحث لنډی کړم او صرف یو موضوع باندی لږ تفصیل وکړم:

 

د ټولټاکنو مستقل  کمیسیون ولی مستقل نه دی؟

 ۱/ ددی کمیسون ریس او اعضاء د برحاله ریس جمهوری له خوا چه په خپله هم  د افغانستان د۱۳۸۸ کال د  ریاست جمهوری یو کاندید  دی ګمارل شوی که څه هم د پارلمان شکلی تاید لری.

۲/  دغه کمیسیون عملا زمینه دی ته برابره کړه چه نور کاندیدان په یو زمانی مضیقه کی واچوی.

۳/ د محترم پروفیسور علی احمد جلالی د افغانستان د جمهوری ریاست د کاندید نه سند غوښتـنه  چه ثابت کړی چه دی د امریکی تابعیت نه لری د پام وړ ده.

د تابعیت مسأله یوه حقوقی او سیاسی خبر ده. قانون صراحت لری. خو په دی باندی باید معترف اوسو چه د افغانستان خلک په تیرو دری څلورو لسیزو کې  مهاجرت  ته مجبور شول. به بهر کی مجبورا د هغه هیوادو  د قوانینو او سفر اسناد تر لاسه کړی. دا مسأله یواځی زمونږ په وطن کی مطرح نه وه او نه ده بلکی د نړی په نورو هیوادو کې هم مطرح وه او ده. په نړی کی کله کله  ددی مشکل د حل لپاره د کاندید د اعلامی په صادرولو او یا هم د بهرنی تابعیت په تعلیق اچولو باندی  اکتفاشوی. زه داسی موارد هم پیژنم چه د افغانستان لوړ پوړی حکومتی کار کوونکی او حتی د وخت جمهور ریس په بهرنیو پاسپورتونو سفرونه کړی. د سترګو حال لیدلی حالت در ته ویلی شم چه  یو افغانی جمهور ریس  په هندی پاسپورت اروپا ته سفر کړی.  زه په دی کې هیڅ شک نه لرم چه بهرنی پاسپورتونه د افغانستان ۹۹ به سلو کې تمام هغه وګړی لری چه په بهر کې یی لږ تر لږه  د (۵ – ۱۰) کالو پوری ژوند کړای. دا یو واقعیت دی چه په اروپا او جهان کې دافغانستان ډیر اتباع  بهرنی پاسپورتونه لری. او .....  که بحث راټول کړو نو داچه یو تابعیت ښه دی او که دوه تابعیته او په کوم هیواد کی کوم ډول لاره غوره شوی نو بحث مو اوږدیږی. دا چه  کوم  یی زمونږ دوطن په ګټه او یا ضرورت دی او کوم دلایل دی ؟ دا یو قانونی او حقوقی اوږد بحث دی. خو ضرورت دی چه په نافذ قانون نوی غور وشی.

         اما که خبر لنډه کړم نو:  باید ووایم چه له دی کبله چه د افغانستان د ټولټاکنو کاندیدان د زمانی له لحاظه وخت تـنګی سره مواجه کړای شول نو د تخنیکی له پلوه له دوی څخه د داسی سند غوښتل چه اداری پروسی ته ضرورت لری قصدی او عمدی مشکل ایجادونه وه. که د ټولټاکنو مستقل ریس محترم لودین وایی ( ... که این مشکل ما نیست ما قانون را تطبیق مکنیم و ....) نوبیا همدا قانون په یوځای کې چه زما د بادار په ګټه وه تطبیقوم او په بل ځای کې چه زما بادار ته خطر دی بیا هغه  (مشکل ما نیست... ) بلل – غلطه خبر ده.  داچه د ټولټاکنو مستقل!؟  کمیسیون کاندید ددی لپاره چه بهرنی تابعیت نه لری کوم بهرنی سفارت ته لیږی غیر قانونی مطالبه ده. که چیری یو کاندید د امریکی سفارت ته لیږل کیږی چه سند راوړی نو  بـیا د نړی د ټولو هیوادو سفارتونو ته  نه لیږل کیږی چه  سند راوړی تر څو یی تابعیت لری که یه ؟  سوال داسی دی چه آیا  د یو هیواد سفارت دا وظیفه لری چه چا ته دی داسی د تابعیت د فراغت سند ورکړی او که دا د هغه هیواد د نورو مرکزی ادارو کاردی؟ ځواب کاملا ښکاره دی. د تابعیت نه ویستل د یو هیواد د مرکز ادارو کار دی او په سفارتونو کې دا موضع نه حلیـږی او سفارت ته هم په کار نه ده چه داسی سند ورکړی.

که مثلا زه راغلی یم. د ریاست جمهوری کاندید یم.  دا می افغانی پاسپورت دی او افغان یم تاسی ( د ټولټاکنو کمیسیون)  ما ولی د امریکی سفارت ته لیـږی چه تصدیق راوړم؟  دا خبره باید د ټولټاکنو مستقل!؟ کمیسیون سره له سره نه  وای منل شوی.

          که په افغانستان کې د حاکمیت د استدلال کچه داسی وی چه ده. که د شخصی فتاوی په اصولو ( بقا ما کان علی ما کان  او یا هم ذوی الیدی ) په اساس  د اساسی قانون د مادی د صراحت خلاف استدلال کـیـږی  - نو زه بیا هم حق لرم چه په انالوګی او قیاسی ډول لاندی استدلال وکړم:

-          په حقوقی لحاظ  اصل پاکی ده تر څو ناپاکی ثابته نه شی.

-          په حقوقی لحاظ اصل بی ګناهی ده،  انسان بی ګناه دی تر څو د هغه ګناه ثابته نه کړای شی.

-         په حقوقی لحاظ مشکوک، متهم وظیفه نه لری خپله بی ګناهی ثابته کړی دا د پولیس او څارنوال کار دی چه د خپلی ادعا لپاره سند راوړی.

-          په حقوق لحاظ کاندید راغی او شرایط یی پوره کړل په کوم اساس او کوم سند د ټولټاکنو مستقل کمیسیون کاندید کوم سفارت ته لیږی چه سند راوړی چه تاسی د هغه او یا دغه هیواد تابعیت نه لری او یا لری؟ د افغانستان تبعه یم او وایم چه قلبا او د زړه ددی  هیواد او افغانستان یم دا می پاسپورت او د هویت کارت. بل هیچا ته د خدمت قصد نه لرم بلکی دی وطن افغانستان ته د خدمت هوډ لرم . او.........

۴/  د قانون څخه تخلفات روان دی او د انتخاباتو د قوانینو نه په صراحت تخلف کیږی او د انتخاباتو د کمیسیون په دی هکله خپل هیڅ مسؤولیت چه ګویا دا د بل چا کار دی عمل نه کوی. د دولتی مقامونو نه د یو کاندید په ګټه انکار نه کیدونکی تخلف کیږی او څوک یی پوښتنه نه کوی. یو سند: محترم اشرف غنی د جمهوری ریاست د ټولټاکنو کاندید وایی چه د افغانستان د  کورنیو چارو برحال وزیر او دافغانستان د محلی ارګانو برحال عمومی ریس د ده سره د محترم حامد کرزی په ګټه خبری اتری وکړی.  عجب بی قانونی او عجب مستقل والی ؟    

دا او داسی نور منل شوی حقوقی قواعد، اصول  او قوانین چه په قیاسی او انالوګی ډول مونږ  خپل نظر پری متکی کولای شو.

 

آمـــــا د حل لار څــه ده او څه باید وکــړو؟

په افغانستان کې د ټولټاکنو ۴۴ کاندیدان اکثرا خلک نه پیژنی او یا هم ورسره لـږ شناخت لری. ددوی شخصیت، کارنامی او کړنلاری چاته معلومی ندی.  ددی امکانات نلری چه خپل معاونین او کاری برنامی  د خلکو غوږو ته و رسوی.  نو په داسی وضعه کی لار څه ده او څه باید وشی؟ دا کاندیدان د مادی له لحاظه هم ستونزی لری. ویلای شو چه اکثره یی حتی د سفر کولو او اعلاناتو پـیسی نه لری.

 

دا مسلمه او څرګنده خبر ده چه  ټاکنو او انتخاباتو  ته تګ رای او وټ  ورکول په دی معنا ده چه:

-          ما د هغه او یا دغه کاندید شخصیت مطالعه کړ،

-         کړنلاره او  او لار لیک می ورته و لوست، زما باور دی چه دا کړنلاره عوامفریبی نه ده او عملی ده،

-         ددی کاندید کاری ټـیم او رهبری را ته د متجانس او مشابه لار لیک خاوندان معلوم شول،

-         ددوی  سابقه، تجربه او مسلکی پوهه او سیاسی کرکتر می مطالعه کړ او ...

نو ددی ټولو  په نتیجه کی په دی می تصمیم ونیوه چه د افغانستان د زعامت او رهبری لپاره هغه او یا دغه شخصیت او شخصیتونه  ا و یا هم هغه او یا دغه نسخه او کړنلاره درسته او زما د تاﺋید وړ ده زه یی انتخابوم  او نورو ته یی سپارښت  هم کوم.  دداسی غوره شوی او حسابی تصمیم مثال او بیلګه  هم د  افغانستان د صلحی د فعالینو د سازمان اعلامیه چه د محترم ډاکټر خدایداد بشرمل لخوا د  محترم ډاکټر   اشرف غنی احمد زی د افغانستان د جمهوری ریاست د کاندید  په تایید څو ورځی د مخه په مطبوعاتو کې خپره شوه.

 

هو مونږ ته په کار ده چه  د کاندیدانو کړنلاری او شخصیتونه په ښه توګه مطالعه کړو او همغه په خپل زعامت وټاکو چه دی وطن د خدمت مصدر ګرځیدای شی.

هو مونږ ته په کار ده چه خپل درست او پر ځای تشخیص نورو ته هم سفارش کړو.

مونږ ته په کار ده چه خپل زعامت وحدت، تفاهم او د خیر لپاره نیک تفاهم او یو له بل سره د همکاری لاری ته را وبولو.

مونږ ته په کار ده چه د خیر خواه کاندید او یا کاندایدان وپیژنو او دهمکاری او نیک تفاهم مشوری ورکړو.

      

داچه ما یو سیاسی شخصیت په تیرو آتو کالو کی آزمویلی، ددی شخصیت او کرکتر راته معلوم شو او عملا می ولید چه څه یی کول او څه کوی، داچه د ریاست جمهوری د کاندید او دهغه د پیشنهاد شوی معاونانو ترمنځ د شخصیت او کړنلاری په ارتباط ستر او نه قبلیدونکی توفیر وینم.

        که یو کاندید او د هغه معاونان  په تیرو کلو کی په عمل کی غلط کادری سیاسیت چه په کورنی، قومی او جیبی  بنیاد ولاړ وه  را ته معلوم دی،

-         که یو کاندید او د هغه معاونان په سلګونو انسانان وژلی  او یا یی په وژلو امر کړی او یا ورته زمینه برابره کړی،او په دشتو کی یی په ګولیو  ویشتی،  سیاسی او جنګی اسیران یی وژلی،

-         او که یو  کاندید او د هغه معاونان  قومی  او قبیلوی ناخوالو او بی عدالتیو او شخړو ته لمن وهلی او خلک د  قوم اوقبیلی په نامه جنګوی تر څو خپل سیاست پست تثبیت کړی،

-         او که یو  کاندید او د هغه معاونان خپله سیاسی بقاء په پورنتیو منفی انکشافاتو کی ګوری،

-         نو که یو کاندید او د هغه معاونان خلکو ته څه د وعدی او ویلو نه لری، مشخصه کړنلاره او برنامه نه لری،

-         نو که یو کاندید او د هغه معاونان خپله د قانون خلاف عمل کړی وی د افغانستان په خرابی کې مستقیم سهم اخیسیتی وی او حتی ډله ایز  قاتل وی،

 

         نو زه په خپل تصمیم کې  په قاطعیت استدلال کولای شم چه څوک به مناسب او څوک به غیر مناسب کاندید وی.

 

      کله چه دا کاندیدان ګورم او پیژنم نو همغه یو قصه را یاده شی:

واده وه او د  شپی ډوډی جوړه شوه چه سبا به خلکو ته  ورکول کیـږی. یو سپین ږیری غږ کړ چه  د شپی به په ډوډی یو څوک دروی چه د پخی شوی ډوډی څارنه او  ساتنه به کوی.   هغه یوه کس غږ کړل چه زه  آماده او تیار یم چه د شپی په ډوډی پهره  او ساتنه وکړم. خلکو یو بل ته په حیرت و کتل او له نزاکته او حیاء یی هیڅ ونه ویلی او غلی شول. خو ده  سپـین  سترګی او بی حیا   بــیا ناری کړی چه زه آماده یم چه د شپی په ډوډی پهره  او ساتنه وکړم.  نو یو سپــین ږیری پـری غږ کړل. ځه ولاړ شه! هسی خبری مه کوه . مونږ  پهره او ساتندوی ټاکو او انتخابوو چه دا ډوډی له تا نه وساتو چه غلا یی نه کړی او ته اوس وایی چه ته د شپی پری پهره او ساتنه کوی. دا عجبه ده !

 

 

نو  لار او چاره څه ده او څوک باید انتخاب کړو؟

آیا د افغانستان په ټولټاکنو کی خپل کاندیدی واپس اخیستل د مقاطعی او د وطن سره د بی علاقګی مانا لری؟ زما په پوهه نه.

آیا ټولټاکنو کې نه ګډون او له سره  مقاطعه کول ښه لار ده؟  که داسی وکړو نو سناریو به څه وی؟

زمونږ هیواد په یو معیینه انکشافی پړاو  او مرحله کې قرار لری. د قانون نه تخلف او مافیایی روابط حاکم دی. اوسنی حاکمیت او ډیرو کاندیدانو ته  ټولټاکنی د قدرت نیول او ادامه ده او کومه مشخصی کاری نسخه چه د افغانستان د خلکو د نجات او خلاصون نسخه وی وجود نه لری. عملا او په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د جمهوری ریاست د وړنی لپاره زمونږ به هیواد کې عملی کنترول ډیر سخت کاردی. تخنیکی او فنی لازمی تیاری او آمادګی نه شته. د چاپ شو ورقو لست د کنترول تضمین نه شته، د رایه  ورکوونکی دقیق شمیر او تعداد او دقیقه احصایه چا ته معلومه نه دی، والی، قومندان ،  رنګ، صندوق او ورقی  عملا د همغه په اصطلاح مستقل کمیسون په لاس کی دی چه د هغوی ماهیت مو پورته څه ناڅه تشریح کړ.

نو تاسی ویلی شی چه نتیجه به څه وی؟

هو یواځنی تضمین او یواځنی لار همغه  د تفاهم لار او قوت جوړولو لا ر ده . که ریښتیا هم تغییر غواړی نو بیا تفاهم وکړی!!!

نو بیا باید په دی فکر وکړو چه لاری کومی دی؟

زه په دی باور یم قوی زعامت او رهبری چه وکولاشی دا کشتی د غرقیدو نه خلاصه کړی. پوښتنه داسی ده چه دا ملت به بلاخره کله داسی زعامت پیدا کوی چه د هغوی خدمتګار وی. آیا داسی زعامتونه د آسمانه را غورځی او یا هم باید د همدی ټولنی له خوا وړاندی کړای شی. 

زه په دی باور یم چه دا ټولنه ډیر ښه او ستر شخصیتونه لری چه ددی وطن به ښه زعامت وکړی. د داسی شخصیتونو باید په تمام دقت او په تمام قوت پلوی وشی.

 ددی هدف د لاس ته راوړلو له پاره یو هم ټولټاکنی او انتخابات دی. مونږ ته په کار ده چه په دی ماموریت او رسالت کې فعاله ونډه واخلو.

همغسی چه مو وویلی:

 -  حتمی نه ده چه مونږ دی باید انتخاب شــو.

 - حتمی نه ده چه مونږ تا باید په دی مقام راکړل شی.

 -  حتمی نه ده چه مونږ باید مرکزی نقطه اوسو. اما حتمی ده په حق ځان پوه کړو،  حق ته تسلیم شو،  خلکو ته حق ورسو او د حق نصیحت و کړو ( و العصر ان الانسان لفی خسر – الا الذین آمنو و عملوا الصالحت و تواصو بالحق و تواصو بالمرحمه – صدق الله العظیم -  قسم په عصر د انسان په خساره کې دی – په استثنا د هغو چه ایمان یی راوړی، صالح عمل کوی، یو بل ته د خیر او مرحمه نصیحت کوی ).

 

ددی اهدافو درسیدو لاری: په حق او سمه لار ځان پوهول،  د ښو او حق پــربـناء هلی ځلی کول او نورو ته رسول. د حق لپاره په مبارزه کې بشریت همدا موجوده دموکراتیک سیستم لری. د افغانی دموکراسی په ریښتنی مفهوم ځان پوهول او د سیستم د جوړولو او  ټینګولو لپاره کار کول. ورانکار او خاینین په ګوته کول په کار دی. په دی باندی ځان پوه کړو چه ژوندی دایمی قهرمانان او دایمی رهبران وجود نلری. په اعمالوکې  نیت او خاتمه مهمه ده( انماالاعمال بالنیات و انما الاعمال باالخواتیم....) نو له همدی کبله دعا کوو خدایا نیت مو پاک کړی او خاتمه مو ښه کړی.  د سیستم د تقویی لپاره د قانون په چوکاټ کی عمل کول، لاس ته راغلو بریو ته ادامه ورکول -  په کار دی.

 

      په ټولټاکنو کې ونډه اخیستل  او ملت ته ددی زمینه برابرول چه خپله خپل سرنوشت په خپل لاس کی ونیسی دا یو انسانی او اسلامی او متمدن کار دی. ملت باید په خپل سرنوشت کې د تصمیم حق ولری. اما دا ددی مانا نه لری چه په قیمت باید ټولټاکنو کی ونډه واخلو. خپل تمام جد او جهد باید وکړو چه د قانون څخه د تخلف مخه ونیول شوی. که موفق نه شو نو بیا اعتراض او مقاطقه  په کار ده.

      له دی لاری دنیا ته او به افغانستان کی حاکمانو ته د ویلو وړ ګڼم چه په قاعده او اصولو عمل و نه کړی، که خلکو ته  او هغه خواستو ته پام و نکړی، ددی ملت آه او اوښکو او وینی نوری هم توی کړی –  نو به یقین ویلی شم چه ددوی د زړونو آه به تاسی وسوځوی.  ستاسی ظلم به ستاسی د تباهی موجب شی، قیامونه او غیر متمدنانه حرکات به ادامه و مومی. دا ملت په تاریخ کی نورو آزمویلی تاسی یی  هم و آزمایی.  ډیری بدی او تاریخی درسونه به تر لاسه کړی.

زما سپارښت دادی چه همدا اوس هم فرصت ورکړی چه ملت خپل سرنوشت په لاس کې و نیسی. د صلح او د خلکو د تباهی لاره مه غوره کوی.

مونږ ته په کار ده  چه لاس سره ورکړو. مصلح خیر خواه او زړه سوانده انسانان باید او باید خپل رسالت اداء کړی.

      زما سپارښت دادی که سیااسی رقابت هم لری مشترکو او ګډو اهدافو باندی ګډ کار کول په کار دی. دا یو ضرورت دی.

 

 دا مشترک کار، یو والی  او ښه تفاهم په څه مانا دی؟

-         دامشترک کار او نیک تفاهم  ددی په مانا   نــدی   چه حزب اسلامی، د طالبانو جنبش او .... اوسنی حاکمیت دی د وزارتونو چوکیو او ګویا غنیمت مال؟! سره  وویشی او په هر بیه چه کیږی -  دی وطن کی صلحه راشی. داسی تفاهم ښه تفاهم نه دی او داسی کړنلاره د افغانستان اوسنی حاکمیت ته د شرم خبر ده. دا حاکمیت ددی صلاحیت نه لری چه د طالب حرکت او یا حزب اسلامی ته د افغانستان په سیاسی قدرت کې ونډه ورکړی. د حزب اسلامی او طالب حرکت ته د شرم  خبر ده چه د خپلی چوکی او سعادت  او مشروعیت د اوسنی حاکمیت نه تر لاسه کړی. دا د  موضوع  او تفاهم یو کاملا غلط تعبیر دی.  ملت باید د تصمیم صلاحیت ولری. د حاکمیت مشروعیت د ملت څخه او د ملت نه تر لاسه کیږی. دا نه یو قومی مسأله ده او نه  هم دینی. د افغانستان ملت مسلمان دی او خپل انتخاب لری. د افغانستان ملت د قومونو او میلیتونو نه تشکل میندلی او خپل انتخاب لری. د افغانستان ملت مظلوم او زجر لیدلی ملت دی خپل انتخاب لری.

-          دولت او دهغه دری ګانه قواوی کومه تجریدی خبر نه ده. هغه دولت چه د ملت نه پورته شوی وی هغه ارزښتونو ته به احترام او خدمت کوی چه ملت یی غواړی.

-          د سیکولاریزم، د قومی اقلیت او اکثریت او دینی او ..... تاکیدات  هغه وخت زیات کیږی چه په هغه هیواد کی دموکراسی نه وی او حاکمان کله د کودتا او کله هم د   بــــن  د کنفرانس او اجانبو له خوا تحمیلږی.   نو چو معیارونه غیر نور مال دی. او حاکمان په  غیر نورمال توګه تعیینیږی او د ملت په سر درول کیږی. نو بیا وایی چه پورتنی مسایل او ملحوظات باید او باید مراعات شی.

-         که آزادی او دموکراسی په شفافه توګه تأمین شی، که آزاد او شفافه ټولټاکنی تر سره شی، خلک په آزادی سره   صندوقونو کې رای واچوی   -    نو با بیا پورتینو تأکیداتو ته ضرورت نه شته. مرغی له قفسه خوشی کړه او حاجت نه شته چه وزر  وهل ور ته زده کړی.

دامشترک کار او نیک تفاهم  ددی په مانا   نــدی  چه د بل کاندید د کړنلاری سره سل په سلو که توافق و لری

دا توافق او مشترک کار او نیک تفاهم په  تغییر باندی توافق، د قانون په تطبیق باندی توافق، د ټولټاکنو په شفافیت باندی توافق، په ټولټاکنو کی د عالی سیاسی کلتور مراعات، واقعیت نګری او ریال فکر کول دی.

دا توافق  - توافق پر نه همکاری د هغه ځواکونو سره چه د وطن په خرابی  اخته دی و سیستم خرابوی

توافق او تفاهم پر دی دی چه دلوبی قواعد او قاعدی روښانه کړو، توافق او تفاهم پردی دی چه څنګه وکولای شو تر څو د بهرنیو هیوادو له مرستو خڅه د حاکمو کاندیدان په ګټه فایده وانه خیستل شی.

دا توافق توافق  پر راتلونکی توافق دی. دا  توافق او قرار داد  توافق  او تفاهم په راتلوونکی تفاهم او قرار داد دی. زه په دی باور یم چه د افغانستان اوسنی ټولټاکنی به دوهم پړاو ته ځی. زه په دی باور یم چه که په دی دوره کې په یو معیین کاندید توافق نه کیږی نو حد اقلا په دوهم پړاو کی په یو معیین و مشخص کاندید چه په افغانستان کی مثبت تغییر غواړی توافق او یووالی راشی.

مونږ په دی باور یو چه په تیرو اتو کلو کلو لکه د پخوا په شان د امکاناتو څخه ښه ګټه وانه خیستل شوه.  تیر اته کلنه دوره موفقانه دوره نه وه. په جدی او حتمی ډول او زمانه دا حکم کوی که مثبت تغییر غواړی. نوی قوی کاری منجمنت او اداری ته ضرورت دی.

نوکه  په ریښتیا مثبت تغییر غواړی نو باید او باید نیک او خیرخواهانه توافق او تفاهم ته ضرورت دی. دا تفاهم کې باید او باید د افغان ملت منافع او مصالح په نظر کی ونیول شی. په تأکید تکراروم چه بله لار نه شته.

دا حتی د سیاسی حریفانو توافق د آینده حکومتی کرسیو په تقسیم توافق نه دی او باید نه وی. دا توافق د منت ګذاری په مانا نه دی. دا توافق او تفاهم د اصولو نه تیریدل نه دی.

دا توافق او تفاهم د ټولو هغه صالحو دوستو او خیر خواهاه  انسانو او سیاسی ګوندونو او ټولګیو توافق او تفاهم دی چه دوطن سرنوشت او راتلوونکی  ورته مهمه ده. 

دا نیک توافق او تفاهم، تدبر ،  سیاسی درایت او واقعبینی -  ددی وطن  د خــیــر او سعادت، صلح او وروری لپاره د مشترک کار توافق او نیک تفاهم دی. 

نو راځی چه پورتنی ضرورت درک او ځان پری پوه کړو او په یوه قوی افغانی عظم او کلکی  ارادی  د افغانستان د مسلمانو او زجر لیدلی ملت ژوبړ ته  کلکه  ملا و تړو او هر یو په هـر ځای او هر مقام کې چه یاستو ددی ستر رسالت د اداء کولو لپاره په پوره جرﺋـت او میړانه کار او عملی مؤثر اقدامات وکړو.                          پای

 

و السلام – فاعتبروا یا اولی الابصار


May 16th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات